اسلام آباد 16 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی سره د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د آئی اېم اېف پاكستان كښې استازې مس ټریسا ډبن ساشیز ليدلې دي۔ ملاقات په مهال دواړو د كووډ 19 وباﺀ صورتحال او په دې وباﺀ قابو موندلو له شريك مشاورت دوامداره ساتلو له پريكړه كړې۔ خارجه سيكرټري سهیل محمود او ډی جی یو این فرخ اقبال خان هم په دې مهال موجود ؤ۔ د خبرو اترو په مهال د كورونا نړيوالې وباﺀ چیلنج په اوسني صورتحال او د هغې له مخې رامخې ته شوې معاشی اثراتو باندې د خيالاتو څركندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د خپلو محدودو معاشی وسائلو باوجود كورونا وباﺀ خپريدو مخنيوي او منفی معاشی اثراتو ازالې لپاره موثره اقدامات كړې۔ ده ووئيل موجوده نړيوالې وباﺀ د ټولې نړۍ معیشت ځپلې خو په پرمختګ كوونكو هيوادونو د دې وباﺀ منفی اثرات زيات دي۔ د دې صورت حال ترمخه وزیر اعظم عمران خان په دې سخت وخت كښې كمزورې معیشتونو له سهارا وركولو لپاره د پرمختګ كوونكو هيوادونو واجب الادا قرض كښې د آسانيو وركولو تجویز وركړې دغسې چې دغه هيوادونه خپل وسائل د دې وباﺀ مخنيوي او قیمتی ځانونه بچ كولو لپاره استعمال كړي۔ خارجه وزير ووئيل آئی اېم اېف، ورلډ بنك او جی 20 هيوادونو د اړخه پرمختګ كوونكو هيوادونو له د قرض وركولو كښې آسانيو او د معاشی معاونت د پريكړې هركلې كوو۔۔