اسلام آباد 15 ستمبر(اے پی پی) نېشنل انجینئرنګ سروسز پاكستان (نیسپاك) سپریم كورټ دیامر بھاشا او مهمند بند فنډ كښې 55 لكھ 50 زره روپو چیك چیف جسټس میا ثاقب نثار ته سپارلې دې۔ د سپریم كورټ آف پاكستان لخوا جاری شوې پریس ریلیز له مخې د نیسپاك منیجنګ ډائریكټر ډاكټر طاهر مسعود د سپریم كورټ آف پاكستان رجسټری برانچ لاهور كښې د خالي په ورځ چیف جسټس پاكستان جسټس میا ثاقب نثار سره وليدل او هغه له ئې د سپریم كورټ دیامر بھاشا او مهمند بند فنډ كښې د 55 لكھ 50 زره روپو چیك وركړو۔