اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او اصلاحات وفاقي وزير خسرو بختيار وئېلي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه روانې پروژې به په خپل وخت بشپړېږي٬د معيشت بحالۍ٬د روزګار موقعو وركولو او په هېواد كښې د مصنوعاتو جوړولو څانګې ته ودې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اولس د ژوند معيار ښه كولو له د سي پېك په منصوبو كښې به د سماجي او اقتصادي پرمختګ باب شاملولې شي۔وغاقې وزير ووئيل مونږ هڅه كوو چې د سي پېك منصوبو څخه نيغ په نيغه اولس ته ګټه ورسي۔ده ووئيل پخواني حكومت د سي پیك په اړه د لوظ نامو حقائق په حقله مېډيا نه ده خبر كړې چې له امله يې په دې لړ كښې د پي ټي آئي حكومت ستونزو سره مخ كېږي۔وفاقي وزير ووئيل بايد د چين او پاكستان ترمينځه د سي پېك ترمخه صنعتي مرسته يوازې تر خاص اقتصادي زونز محدود نه كړی شي۔ده ووئيل پاكستان او چين ترمينځه پراخا صنعتي مرستې ترمخه به صنعتي څانګه پرمختګ وكړي۔ده ووئيل د كراچۍ نه تر پیښور د رېلوے ټرېك اپ ګرېډېشن لپاره اېم اېل ون منصوبه به بشپړولې شي۔ خسرو بختيار ووئيل د پي ټي آئي حكومت ګوادر د اهميت وړ پروژه ګڼلو سره د هغې د كار استعداد به زياتوي ځكه چې د نړۍ 80 فيصده سامان به په سمندري لارو وړلې كېږي۔ده ووئيل د سي پېك منصوبو كښې د درېم فريق سرمايه كارۍ لپاره دوه فوكل پرسنز هم غوره